سپيکر سردار اياز صادق په مستونګ كښې د پوليو ډلې په حفاظت كوٶنكو اهلكارو د ترهګرو بريد وغندلو

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د بلوچستان په مستونګ سيمه كښې د پوليو ډلې په حفاظت كوٶنكو اهلكارو د ترهګرو د بريد غندنه كړې د كوم په نتيجه كښې چې يو لېويز اهلكار شهيد او يو ژوبل شوے ۔ د غندنې خپل بيان كښې سپيكر د شهيد كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه كولو سره د ژوبل شوي زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔ سپيكر ووئيل د شهيد د كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔ ده ووئيل دا ډول بريد كوونكي ترهګر د انسانيت دښمنان دي٬ د پوليو په ډله بريد د پوليو خاتمې عزم سبوتاژ كولو ناوړه سازش دے۔ ده اولس ته غږ وكړو چې خپلو ماشومانو ته د پوليو نه د بچ كېدو څاڅكي وركولو سره د هغوي سباون خوندي كړئ۔