اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي ريفريجريټډ ويکسين به د ټرکونو د لارې د ګرد هېواد تر كوچنيانو په محفوظ ډول رسول ممكن كولې شي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د 31 ريفريجريټډ ويکسين ټركونه فيډرل ډائريکټوريټ آف اميونائزيشن ته د سپارلو دستورې ته وكړې ۔ ده ووئيل هرې صوبې ته پنځه ټركونه وركړې شوي چې د لارې به ئې ويکسينز د ګلګت بلتستان پشمول لرې پرتو سيمو ته رسولې شي۔ ده ووئيل حكومت په سركاري روغتونو بار كمولو او د روغتيا بنيادي مركزونه موثره كولو لپاره اقدامات كوي۔ ده د پوليو مخنيوي په كمپائن د خبرو په مهال ووئيل د 21م اپرېل څخه ګرد هېواد كښې د پوليو كمپائن روان دے چې پكښې د 1.25 لكه نه زيات فرنټ لائن وركرز برخه اخلي٬ په وړومبي ځل په پاکستان او افغانستان كښې په يو وخت د پوليو كمپائن پېل شوے ۔ ده ووئيل پوليو د مذهب مسئله جوړونكي ھغه كسان دې كوم چې د حج او عمره په مهال په قطار كښې په ولاړه څاڅكي څښي٫ مور پلار ته اپيل كوٶ چې ھغوي د لاعلمۍ په ځاے د شعور نه كار واخلي او علمائے كرام ٬ قامي او صوبائي پارلماني غړي دې په اولس كښې شعور بېدارولو لپاره مرستيه وكړي۔