پاکستان په مقبوضه جمو و کشمير كښې په د سېلګرو په وژنه د اندېښنې څرګندونه وكړه

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) پاکستان د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و کشمير كښې په اننت ناګ اولسوالۍ كښې په يو بريد كښې د سېلګرو په وژنه د تشويش څرګندونه كړې ده ۔ د خارجه دفتر وياند په اننت ناګ كښې د بريد په اړه د شورو په ورځ د ميډيا د پوښتنو په ځواب ووئيل په ذكر شوې اولسوالۍ كښې په يو بريد كښې د سېلانيانو د ځانونو په ضائع كېدو اندېښنه لرو۔ وياند ووئيل مونږ د مړو شوو كورنيو سره غمرازي كوو او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كوٶ۔