سعودي عرب ٬حج 2025 لپاره عازمين ته نسك كارډ وركول پېل كړل

رياض۔23 اپرېل (اے پي پي) د سعودي حج و عمره وزارت سږ كال د حج سيزن چمتوالے نيولے دے٬ عازمين ته د “نسك” سمارټ كارډ وركړه پېل كړې شوې۔ د سبق نيوز تر مخه د حج و عمره وزارت د اړخه عازمين ته وركونكے كارډ نسك په جديد انداز ډيزائن كړے شوے چې پكښې د عازم د حج په حقله ټول معلومات درج دي ۔ په ډيجېټل نسك كارډ كښې د دوي مملكت ته د راتګ شېډول څخه تر مكه مكرمه او مدينه منوره استوګنه او د ورځو مشاعر مقدسه او قيام وغېره تفصيلات شامل دي۔ د الماسه كمپنۍ چيرئمېن بورډ آف ډائرېكټر علي حسېن بندقجي ووئېل كمپنۍ د وزارت په هدايت عمل كولو سره د د حج چارې د خپل وخت نه وړاندې تر سره كړي دي ځكه تر ټولو وړاندې نسك كارډ وركول پېل كړے شو۔