د بنګله دېش تر ټولو لويئ ايئر لائن د رياض لپاره پروازونه پېل كړل

ډهاكه ۔23 اپرېل (اے پي پي) د بنګله دېش تر ټولو لويئ ايئر لائنز يو اېس بنګله ايئر لائن د سعودي عرب لپاره د سفر كوونكو شمېرې زياتېدو تر مخه د ډهاكه څخه رياض لپاره نيغ په نيغه پروازونه پېل كړې دي۔ د عرب نيوز تر مخه د يو اېس بنګله ايئر لائنز وړومبے پرواز د ګل په ورځ د حضرت شاه جلال انټر نېشنل ايئر پورټ نه كنګ خالد انټر نېشنل ايئر پورت لپاره روان شو چې پكښې 423 مسافر ناست وو۔ ايئر لائنز به په اونۍ كښې 5 پروازونه د ايئر بس 330 چلوي ۔ دغسې په سباون كښې به دا پروازونه د ورځې په بنياد كړے شي۔