
اسلام آباد ۔23 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان سپر ليګ 10 كښې سبا د زيارت په ورځ مېچ د لاهور قلندرز او پشاور زلمي تر مينځه كېږي۔ د پاكستان كركټ بورډ(پي سي بي) تر سېوري لاندې د پي ايس ايل 10 ايډېشن كښې د خوندورو مقابلو لړۍ روانه ده۔ د ليګ په 14 م مېچ كښې به د زيارت په ورځ لاهور قلندرز پشاور زلمي ته په قزافي ستېډيم كښې يو بل ته مخا مخ كېږي او د كركټ مېچ ګټلو هڅې به كوي۔ لاهور قلندر په څلورو مېچونو كښې دوه ګټلي او دوو كښې ماتې سره مخ شوي٬ د قلندر لوب ډلې مشري شاهين شاه افريدي كوي۔ دغسې د پشاور زلمي مشري بابر اعظم كوي۔ پشاور زلمي څلور مېچونه كړي چې پكښې دريو كښې ماتې سره مخ شوي دي