د امرېكې يو سل پوهنتونونو او كالجونو په يوه چيټۍ كښې د صدر ټرمپ په تعليمې نظام كښې د “سياسي مداخلت” غندنه وكړه

واشنګټن۔22 اپرېل (اے پي پي) د امرېكې يو سل پوهنتونونو او كالجونو په يوه شريكه چيټۍ كښې د صدر ډونلډ ټرمپ تعليمي نظام كښې د سياسي مداخلت غندنه كړې ده۔ د ار ايف پي تر مخه دا اقدام د هارورډ بوهنتون د اړخه د صدر ټرمپ انتظاميه خلاف د مقدمې كولو نه يو ورځ پس رامخې ته شوے۔ د صدر ټرمپ انتظاميه پخپل احكامات عمل نه كولو په صورت د هارورډ بوهنتون فنډز كښې د كمي كولو او د سياسي څارنې دړكه وركړې وه۔ د آي وي ليګ ادارو پرنسټن او براؤن بشمول د يو سلو نه زياتو تعليمې ادارو د اړخه ليكلې چيټۍ كښې وئېلې شوي مونږ په اعلې تعليمي ادارو كښې د حكومت د سياسي مداخلت خلاف په شريكه غږ پورته كوو ځكه چې د امرېكې انتظاميه اقدامات د اعلې تعليم لپاره د خطر وړ دي۔ چيټۍ كښې لا وئېلې شوي مونږ د تعميري اصلاحات هر كلے كوو او د حكومت د جائزې څارنې مخالفت نه كوو خو په اعلې تعليمي ادارو كښې د حكومت د بے ځايه مداخلت مخالفت كوو۔