
اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير محمد اورنګزېب وئېلي دي د ټيكس په بنياد كښې پراختيا ٬ كركيله٬ رئيل اسټيټ٬ريټيل او د هول سيل په قامي جي ډي پي كښې د برخې له مخې په ټيكس كښې شموليت زياتولو لپاره اقدامات ضروري دي۔ده دا خبره په واشنګټن ډي سي كښې د آئي ايم اېف او د بهار غونډې 2025 په موقع پينل مباحثه”ريونيو كښې د مينځنۍ مودې اضافه”په مهال وكړه ۔د خزانې وزير ووئيل د ټيكس په بنياد كښې پراختيا او د كركيلې٬رئيل اسټېټ٬ريټيل او هول سيل پشان څانګو مجموعي قامي پیداوار كښې د برخو له مخې ټيكس شموليت زياتولو لپاره اقدامات كوو۔ده ووئيل اېف بي آر د بشري وسائلو ٬طريقه كار او د ټېكنالوجۍ په لحاظ سره جديد جوړول٬ د ټيكس وركوونكو او ټيكس جمع كوونكو ترمينځه رابطې كمولو٬نفاذ او تعميل قوي كولو او مصنوعي ذهانت په مرسته آډټس متعارف كول ضروري دي۔ده د اېف بي آر او ټيكس وركوونكو ترمينځه د باور په اهميت هم زور راوړو۔