ګلګت بلتستان، بره خیبر پښتونخوا، کشمیر او غرئيزو سيمو كښې په څو ځايونو د سيلۍ سره د پرق پړوق او باران امكان دے

اسلام آباد۔22اپریل (اے پي پي )د راروانو 24 ساعتو په مهال ګلګت بلتستان، بره خیبر پښتونخوا، کشمیر او غرئيزو سيمو كښې په څو ځايونو د سيلۍ پرق پروق او باران امكان دے ۔ په دې مهال د هېواد په زيارتره سيمو كښې به موسم ګرم او خشک وي دغسې جنوبي پنجاب او سندھ كښې به شدید ګرم وي۔ د موسميات محکمې تر مخه په تېرو 24 ساعتو کښې موسم ګرم او خشک او په جنوبي سيمو كښې شدید ګرم ؤ ۔ د نهې په ورځ د ریکارډ كړے شوي زيات نه زيات درجه حرارت راپور تر مخه جیکب آباد كښې د حرارت درجه 44، چھور، لاړکانه ، لسبیله ، مټھي ، دادو، میر پور خاص او شهید بینظیر آباد كښې 43 ریکارډ كړے شوې ده ۔