
واشنګټن ډي سي 22 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب په سيمه ايزو تجارتي لارو٬ تجارتي روابطو كښې زياتوالي او د ساؤتھ-ساؤتھ مرستې په اهميت رڼا اچولو سره وئيلي دي سرمايه کاري، تجارتي جريان او د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ترمېنځه مالي او تكنيكي مرسته زياتولو لپاره دا كليدي عناصر دي۔ ده دا خبره د نهې په ورځ واشنګټن ډي سي كښې د جي-24 خزانې وزيرانو او د مرکزي بېنك ګورنرز په غونډه كښې وكړه٬ كومه چې د نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) او د نړيوال بېنك ګروپ د كال 2025 د پسرلي غونډو په موقع وشوه ۔ د خزانې وزير د جي-24 د دوېم وائس چيئر په حېث بيان وركړو چې پكښې د پاكستان ترلاسه كړے په ميکرو اکنامک استحکام رڼا اچولې شوه ۔ ده د بېنكارۍ څانګې قوي بحالۍ او د حكومت لخوا شوي ډهانچه جاتي اصلاحات د دې استحکام بنيادي سبب وګرځولو۔ ده د بدلېدونكې جيوپوليټيکل حالات، د زياتې شوې تجارتي تحفظ پسندۍ او بهرنو شرطونو لكه د تجارتي ټېرف خطرو په تناظر كښې د اصلاحات د تسلسل په ضرورت زور راوړو ۔ د خزانې وزير په سيمه ايزو تجارتي لارو٬ تجارتي روابطو كښې اضافه او د ساؤتھ-ساؤتھ مرستې په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل سرمايه کاري، تجارتي جريان او د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ترمېنځه مالي او تكنيكي مرسته زياتولو لپاره دا كليدي عناصر دي۔