د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د كويت سفير ناصر عبدالرحمان جاسر المطيري ملاقات ٬د دوه اړخيزه اړيكو زياتولو پشمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د كويت سفير ناصر عبدالرحمان جاسر المطيري ملاقات كړے چې پكښې په دفاعي مرسته او سيمه ايز استحكام زور راوړولو سره د اړيكو زياتولو پشمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل پاكستان او كويت په شريكه توګه ګټوره شراكتداري جوړه كړې او د اړيكو لا قوي كولو ذكر وړ امكانات موجود دي۔ د دواړو خوا د پاكستان او كويت ترمينځه د شراكتدارۍ قوي كولو د عزم پخلے وشو او د شريكو چېلنجونو مخ نيوي لپاره يې په پرله پسې اهميت زور راوړو ۔ دغسې د ملاقات په اختتام دواړو لارښودو ترمينځه د شريكې مرستې په څانګو نورو خبرو اترو ته اتفاق راغلو۔