د پارليمان په شريكه غونډه كښې په صدارتي خطاب بحث به په درېو ناستو كښې ترسره كولې شي۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني رولنګ

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني رولنګ وركړے چې د پارليمان په شريكه غونډه كښې په صدارتي خطاب بحث به په درېو ناستو كښې ترسره كولې شي۔د نهې په ورځ د سېنيټ غونډه كښې ده ووئيل اپوزيشن ليډر د هاؤس بزنس ايډوائزري كمېټۍ كښې د پارليمان شريكه غونډه كښې د صدارتي خطاب معامله پورته كړې ده٬په دې خطاب به بحث د سينيټ په دريو ناستو كښې ترسره كولې شي۔ده ووئيل د ثانيه نشتر د سينيټ څخه استعفٰی منظور شوې او دا معامله اليكشن كمېشن ته لېږلې شوې ده ۔