د كورنيو چارو وفاقي وزير تونسه كښې شهيدو شوو 2 پوليس اهلكارو ته د عقيدت پیرزوئنې كړې

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي تونسه سيمه كښې د غلو په ډزو شهيدو شوو دوو پوليس اهلكارو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د نهې په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې داخله وزير محسن نقوي د شهيد اے ايس آئي غلام شبير او شهيد كانسټيبل غلام فريد غم جنو كورنيو سره يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د شهيدو شوو اهلكارو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔اے ايس آئي غلام شبير او كانسټيبل غلام فريد شهيدان شول۔ده ووئيل د پنجاب پوليس شهيدو شوو اهلكارو ته سلام كوو۔د پنجاب پوليس مېرنو زامنو تل فرض لپاره خپل ځان قربان كړے دے۔