د كورنيو چارو وفاقي وزير بنو كښې د ترهه ګرو بريد په ناكامه كولو پوليس ته پيرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي بنو كښې په پوليس پوسته د خوارجي ترهه ګرو بريد په ناكامه كولو د خېبرپښتونخوا پوليس ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔د نهې په ورځ په خپل بيان كښې داخله وزير د بنو پوليس بهادري او پيشه وره صلاحيتونه وستائېل۔د هغه وينا وه د بنو پوليس ځوانانو په وخت كاروائي كولو سره د خوارجيانو بريد ناكامه كړو ۔د خوارجي ترهه ګرو ناپاك عزائم په ناكامولو پوليس ځوانان د قام اتلان دي۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا پوليس ځوانانو په مړانه وياړ لرم۔خېبرپښتونخوا پوليس د شاباش مستحق دي۔ټولې ډلې له مباركي وركوم۔