
اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) په سېنېټ كښې سينيټر د پلوشه خان د پلار او د سينيټر فيصل سبزواري د مور سره سره په سعودي عرب كښې د عمره زيارت كوٶنكو او په بېلو پېښو كښې د پاك پوځ او قانون نافذ كوونكو ادارو شهيدانو لپاره فاتحه خواني شوې۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په وېنا مولانا عطاء الرحمن فاتحه خواني وكړه۔