د پوپ فرانسس په مرګ به يو شمېر هېوادونو په قامي كچه د سوګ اعلان وكړو

روم 22 اپرېل (اے پي پي) د کيتھولک چرچ روحاني پيشوا پوپ فرانسس په مرګ به يو شمېر هېوادونو په قامي كچه د سوګ اعلان كړې٬ په دې هېوادونو كښې ارجنټائن، برازيل، چلي، کيوبا، وينزويلا، ګوئټے مالا، کوسټاريکا او پانامه شامل دي٬ د دې نه علاوه سپېن، هنګري، هند او ختيز تېمور هم د پوپ فرانسس په مړينه د غم اعلان كړے دے او د اټاليه لخوا هم د غم اعلان متوقع دے۔ د تاس له مخې د پوپ فرانسس په آبائي هېواد ارجنټائن كښې د يوې اوونۍ د غم اعلان شوے دے۔