د لاهور بشمول د ټولې صوبې نه 11 زره 371 غېر قانوني مېشته وګري ډي پورټ كړے شول٬ پوليس

لاهور۔22 اپرېل (اے پي پي) د لاهور پشمول د ټولې صوبې نه 11 زره 371 كسان غېر قانوني مېشته ډي پورټ كړے شول۔ د پنجاب پوليس وياند تر مخه لاهور كښې 05 او په ټوله صوبه كښې 46 هولډنګ سنټرز جوړ كړے شوي٬ د كمپائن په مهال د 12 زره نه زيات غېر قانوني مېشته كسان پوليس هولډنګ سنټرز ته رسولي شوي او 691 په هولډنګ سنټرز موجود دي۔ د نړيوال قانون تر مخه د غېر قانوني مېشته وګرو د ويستلو په پالسۍ عمل كوو۔ آئي جي پنجاب ډاكټر عثمان انور ووئېل د ټولو غېر قانوني مېشته وګرو ويستل به باوري كوو او په دې لړ كښې به د بشري حقونو خاص خيال ساتلے شي۔