كهټمنډو۔22 اپرېل (اے پي پي) د هندو كش او هماليه په غرئيزو لړو كښې واوره په تېرو 23 كلونو كښې تر ټولو لږه ورېدلې ده ٬ د دې غرئيزو سلسلو نه په وتلو دريابونو انحصار كوونكې 2 اربه نه زيات خلق د اوبو د كمي اندېښنو سره مخ شوي۔ نړيوالې ادارې انټر نېشنل فار انټګرېټډ ماونټېن ډوېلپمنټ (آي سي يي ايم او ډي ) راپور تر مخه د هندوكش او هماليه په غرئيزو سلسلو كښې په واورې ورېدو كښې په تېرو 3 كالو كښې پرله پسې كمے نوټ كړے شوے ۔ د افغانستان نه تر ميانمار پورې هندوكش او د هماليه په غرئيزه سلسله آركټك او انټاركتيكا څخه بهر د واورې تر ټولو لويې پانګې لري او نزدې د دوه اربه خلقو لپاره د تازه اوبو مهمه زريعه ده۔ د راپور تر مخه دا وخت په دې منطقه كښې هغه سيمه په كومه چې د واورې نه وروستو واوره په زمكه موجود وي د معمول نه 6۔23 فيصد كمه شوې كومه چې په تېرو 23 كالو كښې تر ټولو لږه ده۔د پوهانو تر مخه په دغې غرئيزو سلسلو انحصار كوونكې په دريابونو كښې د اوبو لږو بهېدو ٬ د زمكې لاندې په اوبو انحصار زياتېدو او د خشك كالۍ غوندې مسائل رامخې ته كېدو خطر لري ۔ د راپور ليكوال شېر محمد تر مخه سږ كال واوره د جنورۍ په آخر كښې شروع شوې وه او د نورې يخنۍ په نسبت لږه ورېدلې وه۔ د منطقې څو هېوادونو د وړاندې نه د خشك سالۍ خبردارے جاري كړے دے۔