منيلا۔22 اپرېل (اے پي پي) د منيلا ولايت په رزال ښار اينټي پولو سيمه كښې په بېكرۍ كښې د چاقو په وار 7 ملازمان ووژلے شول۔ د شهنوا تر مخه پوليس ووئېل دا پیښه د نهې په سهار هغه وخت رامخې ته شوه چې كله يو مشتبه كس د بېكرۍ كاركن برېډ سټور ته داخل شو او هلته اوده شوي خپل 7 ملګري يې ووژل ۔ پوليس مشتبه كس نيولے دے چا چې د بريد نه سمدستي پس وسله وغورځوله۔ په سوشل مېډيا پوسټ په يو پوليس ويديو كښې مشتبه كس د خپلو 7 ملګرو د وژلو لپاره د 2 چاقوانو يا چړې د كارولو اعتراف وكړو۔ قاتل تور ولګولو چې د هغه دې ملګرو زما د مرګ سازش كولو۔ د دې تور پوليس پلټنې كوي او د قاتل د ذهني روغتيا هم جاج اخلي۔