مقبوضه بيت المقدس 22 اپرېل (اے پي پي) د فلسطين حكومت وئېلي دي د اسرائيلي كاروائيو له امله غزه او د لوېديزې غاړې صورتحال نور هم خرابېږي او نزدې 20 لكه كسانو ته د بشري مرستې ضرورت دے كوم چې اسرائيل تر غزه پولې رسولو ته نه پرېږدي۔تاس له مخې حكومت ووئېل د غزه پولې او لويديزې غاړه كښې د فلسطيني اولس په ضد د اسرائيل د نسل كشۍ جنګ زياتېږي۔دا جنګ يو نوي پړاؤ ته داخلېږي۔حكومت ووئېل سږ كال د 18 مارچ جنګ بندۍ خلاف ورزۍ نه پس غزه كښې اسرائيلي بريدونو كښې تراوسه 1827 فلسطينيان شهيدان او 4828 ژوبل شوي۔د دې نه علاوه 4 لكه 20 زره څخه زيات فلسطينيان په جبري توګه بې كوره كړي شوي ۔حكومت ووئېل روغتيا نظام تباه شوے۔20 لكه فلسطينيان بشپړه مرستې ته اړتيا لري٬كومه چې اسرائيل تر غزه پولې رسولو ته نه پړېږدي ۔