د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د مصنوعي سرې په اړه مهمه غونډه

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) صنعت او پېدوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د لوې كچې غونډه شوې چې پكښې د نيشنل فرټيلائزر کارپوريشن (اېن اېف سي) د مجموعي كاركردګۍ جاج اخستلے شوے او د سرې د بيعې او پېداوار چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ په غونډه كښې د صنعت او پېدوار وزارت سيکرټري سېف انجم هم موجود ٶ۔ هارون اختر خان د غونډې په مهال د سرې د بېلا بېلو كمپنو په بيعه كښې د فرق په تفصيل سره جاج واخست او وې وئيل كروندګرو ته ريليف وركولو ته حکومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ كروندګرو ته سهولت لپاره د سرې كمپنو ته ارزان ګاز وركړے شوے۔ ده ووئيل ټولو كمپنو ته به په مناسب بيعه ګاز باوري كول دي او د ګاز سپلائي به د سرې پېداوار لپاره خاص كولې شي۔ په غونډه كښې په ګرد هېواد كښې د يوريا پيداوار او په بيعه هم تفصيلي خبرې وشوې۔