لاهور 22 اپرېل (اے پي پي) د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمٰن سره د جمعيت علمائے اسلام (س) پلاوي د مولانا عبدالحق ثاني په مشرۍ كښې تېره ورځ په منصوره كښې ليدلي او دوي سره ئې د پروفېسر خورشيد احمد په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې۔ په دې موقع مولانا يوسف شاه، سميع الحق شيرپاٶ او نور هم موجود وو۔ عبدالحق ثاني حافظ نعيم الرحمٰن سره د پروفيسر خورشيد احمد په مړينه غمرازي كولو سره ووئيل ارواښاد د اسلامي نرۍ سرمايه ٶ۔ د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمٰن په دې موقع مولانا عبدالحق الحق ثاني لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔