روم 22 اپرېل (اے پي پي) د کېتھولك مسيحي ټولنې مشر پوپ فرانسس آخري رسومات به په 26م اپرېل ادا كېږي۔ د تاس له مخې هولي سي پريس سروس ووئيل د پوپ فرانسس تابوت به په 23م اپرېل سينټ پيټرز باسيليکا ته رسولې شي٬ په دې لړ كښې په روم كښې امنيت ټېنګ كړے شوے ځكه چې په ښار كښې يو شمېر زيارت كوٶنكي او د پوپ مخه ښې لپاره لپاره د زيارت اولس راتګ متوقع دے۔ د پوپ فرانسس نزدې كسانو د وړاندې نه په کاسا سانتا مارټا كښې په يو چيپل كښې آخري رسومات ادا كول پېل كړي ٬ په دې لړ كښې به اولسي دستوره تر دريو ورځو روانه وي او اخري رسومات به په 26م اپرېل د خالي په ورځ ادا كولې شي ۔