وزيراعظم شهباز شريف سره د چين كمپنۍ ګليكسي سپيس پلاوي ملاقات٬سپيس ټېكنالوجي٬سپيس سيټلائيټ و ټيلي كميونيكېشن او سټيلائيټ انټرنيټ په څانګو كښې مرستې زياتولو لپاره د خواهش څرګندونه

اسلام آباد22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سپيس ټېكنالوجي٬سپيس سټيلائيټ او ټيلي كميونيكېشن او سټيلائيټ انټرنيټ په څانګو كښې مرستې زياتولو لپاره خپل خواهش څرګندولو سره وئېلي دي پاكستان سپيس ټېكنالوجي څانګې ته ډېر اهميت وركوي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين سره تعلق لرونكو سپيس ټېكنالوجۍ كمپنۍ”ګليكسي سپيس”پلاوي سره خبرې اترې كولو په مهال كړې چا چې د چيئرمين زومنګ په مشرۍ كښې د نهې په ورځ هغه سره ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احمد خان چيمه٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيره شزه فاطمه٬د وزير صلاحكار ډاكټر توقير شاه او اړوندو سركاري ادارو افسرانو ګډون وكړو۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل پاكستان سپيس ټېكنالوجۍ څانګې ته ډېر اهميت وركوي۔چين زمونږ د باور وړ دوست او سټريټجك شراكتدار دے۔وزيراعظم ووئيل چين سره سپيس ټېكنالوجي٬سپيس سټيلائيټ او ټيلي كميونيكېشن٬سټيلائيټ انټرنيټ څانګو كښې مرستې زياتولو له خوښي لري۔د ګليكسي سپيس پلاوي د پاكستان سپيس ټېكنالوجي انډسټري كښې سرمايه كارۍ او د پاكستان سپيس ټېكنالوجۍ ادارو او نجي ټيلي كام كمپنو سره شريكو پروژو په اړه د خوښۍ څرګندونه كولو سره ووئېل د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كام وزارت او سپاركو چارواكو سره ملاقاتونه ډېر ګټور وو ۔دغسې پلاوي پاكستان كښې په تود هركلي كولو د پاكستان حكومت مننه وكړه۔