وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د او آئي سي اسسټنټ سيکريټري جنرل او جمو و کشمير لپاره خاص استازي وليدل

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو او د سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د او آئي سي اسسټنټ سيکريټري جنرل او جمو و کشمير لپاره خاص استازي ايمبيسډر يوسف محمد الدوبے ليدلي دي ۔ د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير د او آئي سي اسسټنټ سيکريټري جنرل او جمو و کشمير لپاره خاص نمائنده ايمبيسډر يوسف محمد الدوبے هركلے وكړو۔