اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) حج كوٶنكو لپاره په ګرد هېواد كښې په 11 حاجي كېمپس كښې حج ويکسين وركول پېل شوي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخئ د مذهبي چارو وزير سردار محمد يوسف د خاص هلو ځلو د لارې ډي اېچ کيو مظفر آباد، ايبټ آباد او ډي آئي خان څخه هم د ويکسين وركولو انتظام شوے٬ په دې موقع حج كوٶنكو ته د “شېبرې تبې، فلو او پوليو نه د بچ كېدو واكسين وركولې كېږي٬ دوي ته وئېلې شوي د واكسين لګولو سره حج كوٶنكې دې د حكومت لخوا جاري كونكے زيړ رنګ كارډ ضرور ترلاسه كړي٬ دغسې د 65 كالو نه د زيات عمر حج كوٶنكو لپاره د كرونا ويکسين خاص بندوبست شوے دے۔