دبئي۔22 اپرېل (اے پي پي) متحده عرب امارات د قانون سازۍ لپاره د مصنوعي زېركتيا كارونكے وړومبے هېواد ګرځېدلے دے۔ د العربيه تر مخه متحده عرب امارات د مصنوعي زېركتيا كارولو سره د نوې قانون سازۍ كولو او د موجود قانون جاج اغستو او په دغه كښې د بدلون كولو په لور ګام اغستے دے۔ يو اے اي د يوې داسې ټېكنالوجۍ د كارولو هڅه كړې ده په كومه كښې چې هغوي د اربونو ډالر سرمايه كاري كړې ده۔ مصنوعي زېركتيا (اے آئي) د پوهانو وېنا ده د اے آئي تر مخه ضابطې لپاره د امارات منصوبه چرته د كوم بل په نظر راتلونكې څيز نه وړاندې ده۔ پوهانو د دې منصوبې ډېر لږ تفصيلات ښودلې دي۔ د العربيه بزنس د اړخه د كتلې شوي بزنس ټائمز يو راپور تر مخه نور حكومتونه هم د اے آئي د كارولو هڅې كوي ۔ د قوانين مسودې خلاصه نه واخله تر اولسي خدمات رسولو ښه كولو پورې د مصنوعي زېركتيا استعمال كېږي۔