
اسلام آباد 21اپرېل (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري شمالي او سوئېلي وزيرستان كښې په دوو بېلو كاروائيو كښې د 6 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړي ۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت سوئېلي وزيرستان كښې په استخبارت اډاڼه كاميابو عملياتو په مهال د خوارجي مشر په وژلو د امنيتي ځواكونو بهادري وستائېله او د هېواد څخه د فتنه الخوارج د بشپړه خاتمې لپاره يې د عزم پخلے وكړو ۔صدر مملكت ووئيل امنيتي ځواكونه د ترهه ګرۍ تر عفريت خاتمې به كاروائي روانې ساتي ۔ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد يو موټے دے۔صدر مملكت ووئيل د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې د فتنه الخوارج په ضد به كاروائي روانې وي