وزيراعظم محمد شهباز شريف شمالي او سوئېلي وزيرستان كښې د ترهه ګرو په ضد په كاميابه كاروائي د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه

اسلام آباد 21اپرېل (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف شمالي او سوئېلي وزيرستان كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد په كاميابه كاروائۍ د امنيتي ځواكونو ستائنه كړې ده چې پكښې 6 ترهه ګر وژلے شوي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم آپريشنز كښې د سرغنه پشمول د 6 خوارجي ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته د پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل ټول قام د ترهه ګرو په ضد امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے او د هېواد څخه د هر ډول ترهه ګرۍ بشپړه خاتمې لپاره عزم لري