
اسلام آباد 21اپرېل (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب وئېلي دي د پاكستان حكومت په برآمدات اډانه تل پاتي نمو لپاره جامع اقدامات كوي۔ده دا خبره د ګل په ورځ واشنګټن ډي سي كښې د نړيوال بانك او نړيوال مالياتي فنډ كلنې غونډې په موقع د برتانيې فرم ډيلوئټ ډلې سره په ملاقات كښې وكړه۔د خزانې وزير فرم په هېواد كښې د اوپن اكنامك او پاكستان مجموعي اقتصادي صورتحال٬د حكومتي څانګو په پرمختيائي ايجنډا او برآمدات اډانه پرمختيائي ترجيحات نه خبر كړو او وې وئېل د پاكستان حكومت په برآمدات اډانه پائيدار نمور ترلاسه كولو لپاره جامع اقدامات كوي د كوم چې مثبت اثرات رامخې ته كېږي او د كليدي معاشي اشاريو څخه هم د دې عكاسي كيږي۔په ملاقات كښې د توان په څانګه كښې اصلاحات٬قيمتي معدنيات لټولو و ماركيټنګ٬نجكارۍ٬ټېكنالوجۍ٬كرپټو پالېسي او كنټري پارټنرشپ فريم ورك نفاذ په څانګو كښې د مرستې جاج واخستلے شو۔د خزانې وزير ډيلوئټ ډلې په مئي 2025 كښې پاكستان ته د راتللو هركلے وكړو او هيله يې څرګند كړه چې د دې دورې څخه به د ډلو ترمينځه بېلو څانګو كښې مرستې ته وده ترلاسه شي