
فېصل آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري په ټرافيكي پېښه كښې د يوې كورنۍ د 12 كسانو په مړينه د غمژنې سره د هغوي په استوګنه لاس نيوه وكړه۔ د ګل په ورځ طلال چوهدري په سيد پور كښې په ټرافيكې پېښه كښې د يوې كورنۍ 12 كسانو په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره ده د وزيراعظم شهباز شريف او د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز شريف لخوا هم لاس نيوه وكړه۔ ده د ارواښادو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ په دې موقع غمژنې كورنۍ وزير مملکت د پېښې او د پېښې نه وروستو د ورمخې ته صورتحال نه خبر كړو۔