پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د پلاويو په كچه خبرې اترې، كلتورې مرستې او قونصلر چارو لپاره د مشترکه کميټۍ جوړولو په اړه د مفاهمت په ياددښتونو لاسليك

اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم او وزير خارجه سينيټر اسحاق ډار او د يو اے اي نائب وزيراعظم او خارجه وزير شېخ عبدالله بن زيد النهيان په مشرۍ كښې پاکستان او د متحده عرب امارات ترمېنځه د پلاويو په كچه د خبرو اترو نه وروستو كلتورې مرستې او قونصلر چارو لپاره د مشترکه کميټۍ جوړولو په اړه د مفاهمت په ياددښتونو لاسليك وشو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزرائے اعظم او خارجه وزيران د متحده عرب امارات او پاکستان جوائنټ بزنس کونسل جوړولو په اړه د مفاهمت د ياددښت تبادلې په موقع موجود وو٬ د دې دستاويزات مقصد د دواړو هېوادونو اولسونو سره سره د كاروباريانو ترمېنځه اړيكې لا قوي كول دي