
اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه په دوه اړخيزه مرسته د اطمينان څرګندونه او تجارت٬ سرمايه کارۍ، توان او د اولس اولس سره د روابطو د زياتولو په ضرورت زور راوړے دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ څخه د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د متحده عرب امارات نائب وزيراعظم او خارجه وزير شېخ عبدالله بن زايد النيهان په وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي۔ په ملاقات كښې وزيراعظم د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه په مشتركه عقيده ٬ شريك احترام سره سره د قوي كلتوري او په اقتصادي اړيكو اډانه د ورورولۍ اړيكو لا مستحكم كولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ ده د متحده عرب امارات صدر او د ابوظهبي واكمن شېخ محمد بن زايد النهيان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او په بېلا بېلو څانګو كښې يي د متحده عرب امارات پاکستان لپاره د پرله پسې ملاتړ ستائنه وكړه٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه مرستې په رفتار د اطمينان څرګندونه كولو سره وزيراعظم تجارت، سرمايه کارۍ، توان او د اولس اولس سره په روابطو كښې د مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړو۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د غوره سياسي اړيكو په شريكه توګه تر ګټورې اقتصادي شراكتدارۍ زياتولو لپاره د پاكستان د خواهش پخلے وكړو۔ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو نه علاوه په سيمه ايز صورتحال او نړيوال پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ شېخ عبدالله بن زيد النهيان په متحده عرب امارات كښې د پاکستاني کميونټۍ د مرستې ستائنه وكړه او دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو او د مرستې نوې لارې لټولو لپاره ئي د يو اے اي د عزم پخلے وكړو