تهران۔21 اپرېل (اے پي پي) د ايران نائب خارجه وزير كاظم غريب آبادي اعلان كړے چې زمونږ او د امرېكې د پوهانو په كچه راروانې خبرې به په 23 اپرېل اومان كښې كېږي او په دې مهال به ثالث هم موجود وي۔ د العربيه تر مخه ده د ايراني پارلمان د قامي سلامتيا كمېټۍ ته ووئېل په مسقط كښې د تكنيكي بوهانو غونډه به كېږي چې پكښې به د ثالثانو په موجودګۍ كښې خبرې اترې كېږي۔ فرېقېن دا وخت د خبرو اترو لپاره اصول ټاكي۔ د ايران نائب خارجه وزير ووئېل زمونږ هېواد د يورنيم افزوده كولو لپاره د خپل حق توثيق كوي او دا مسئله د تهران لپاره په خبرو كښې د ډېډ لائن حېثيت لري۔ واضحه دې وي په 19 اپرېل د ايران او امرېكې د سلطنت عمان په ثالثۍ كښې د ايران جوهري پروګرام په اړه د صورتحال حل كولو لپاره په روم كښې خبرې اترې شوي ٬ په دغه كښې د صدر ټرمپ خاص استازي سټيون ونكوف د امركې پلاوي مشري كوله او د ايران د اړخ نه خارجه وزير عباس عراقچي د خپل هېواد مشري كړې۔