اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د سرمايه کارۍ بورډ وفاقي وزير قېصر احمد شېخ وئيلي دي د چين صدر شي جن پنګ لس كاله وړاندې د پاکستان دوره د دواړو هېواونو ترمېنځه اړيكو له د سنګ ميل حېثيت لري، سي پېك د پاکستان په معاشي پرمختګ كښې مهم كردار لوبولے۔ د چائنا ميډيا ګروپ په اشتراك سره نيشنل لائبريري آف پاکستان كښې “شريك خوب٬ شريك پرمختګ: د جديديت د لسو كلونو سفر” په سرخط سېمينار وشو چې پكښې د پاكستان او چين ترمېنځه په تېره لسيزه محيط جديديت، ترقۍ او د دوستۍ د سفر جاج وړاندې كړے شو۔ په سېمينار كښې وفاقي وزير قېصر احمد شېخ خاص مېلمه ٶ۔ په دې موقع خپلې وېنا كښې ده ووئيل د چين صدر شي جن پنګ لس كاله وړاندې د پاکستان دوره د دواړو هېواونو ترمېنځه اړيكو له د سنګ ميل حېثيت لري۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ په تېرو لسو كالو كښې د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې مهم لوبولے دے چې ثمرات ئې نه يوازې پاكستان بلكې د منطقې تر نورو هېوادونو هم رسېدلي دي۔ په دې موقع د كلتور او قامي ورثه ډويژن وزير مملکت حذيفه رحمان هم سېمينار ته ورچوئل وېنا وكړه۔