د دوه اربه ډالرو اېم-6 ٬ 9 او د ناران كاغان موټروے د سږ كال مهمې منصوبې دي٬ په بلوچستان كښې اېن 25 او په سندھ كښې په موټر ويز كار پېل شوے۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان

اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي د دوه اربه ډالرو ماليت اېم-6 او 9 موټروېز باندې به سندھ كښې سږ كال كار پېل شي، په خېبر پښتونخوا كښې د مانسهره، ناران او د کاغان موټروے كار هم سږ كال پېل كول غواړو، بلوچستان كښې د کوئټه نه تر كراچۍ په اېن-25 به هم د موټروے په طرز 4 لين جوړولو كار پېل كوٶ او په سندھ كښې د سکھر، حېدر آباد او د کراچۍ موټروے په منصوبه به هم كار پېل كېږي۔ دا خبرې ده د اېن اېچ اے د سنټرل زون غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير عبدالعليم خان د اېن اېچ اے چاوراكو څخه د لاهور نه تر قصور اتلس کلوميټره لنک روډ منصوبې تفصيلات طلب كولو سره ووئيل د دې ادارې د “پريزينټيشن” مقصد لرونكے او معياري پكار دے۔ ده ووئيل مونږ ټول اولس له ځواب وركوٶنكي يو٬ لوټ مار به نه كوٶ او اېن اېچ له به خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ ده ووئيل د تعميراتي کار په معيار به سمجهوته نه كوٶ٬ اداره دې د ښارونو داخلي لارې ښائسته او زړه راښكونكې كړي او په نوو لارو به هم د صفائۍ او ښكلا معيار باوري كول وي۔ په دې موقع وفاقي وزير عبدالعليم خان د اېن اېچ اے د هېډکوارټرز د سينټرل زون دورې په موقع يو بوټے هم نال كړو او وفاقي وزير سره سره وفاقي سېكرټري او د اېن اېچ اے چيئرمېن د ادارې په كاركردګۍ بريفنګ وركړو۔