د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د جسټس(ر)سرمد جلال عثماني په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه

اسلام آباد 21اپرېل (اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د سپريم كورټ پخواني جج جسټس(ر)سرمد جلال عثماني په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې۔د سينيټ سيكرټرېټ له مخې د غمرازۍ په خپل بيان كښې د سينيټ چيئرمېن ووئيل جستس(ر)سرمد جلال عثماني يو قابل٬ديانتدار او د قانون او انصاف علمبردار جج ؤ ٬د هغه عدالتي خذمات به تل ياد ساتلے شي۔ده ووئيل د ارواښاد مرګ د عدالتي ورورولۍ او هېواد لپاره يو لويې زيان دے۔د سينيټ چئيرمېن د ارواښاد كورنۍ سره د يووالي او د غمرازۍ څرګندونه هم وكړه۔ده دعا وكړه لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔