
پېښور 21اپرېل (اے پی پی)وفاقي وزير امير مقام وئېلي دي مائنز اينډ منرلز د پاكستان د پرمختګ بل دے٬بايد سياست د سياست سره مخ نه كړے شي۔پېښور كښې يوتھ كنونشن ته خطاب كولو په مهال امير مقام ووئيل د نواز شريف او شهباز شريف په مشرۍ كښې به په خېبرپښتونخوا كښې پرمختګ راشي۔ده ووئيل ځوانانو ته هنر ښودلو لپاره رانا مشهود احمد خان ته ذمه وارۍ وركړې شوي٬هغه زمونږ پیغام مخ په وړاندې بوځي چې د خېبرپښتونخوا جذبه ټول پاكستان څخه زياته ده۔امير مقام ووئيل د وزيراعظم يوتھ پروګرام لپاره په حيات آباد كښې دفتر جوړ كړے په كوم كښې چې د ډويژنل او ډسټركټ كوآرډينيټر د سوګند پوره كولو دستوره وشوه٬تر هر يونين كونسل به دا لړۍ زياتولې شي۔ده ووئيل شهباز شريف شپه ورځ محنت كوي ٬په يو كال كښې كاركردګي د كومې معجزې څخه كمه نه ده ٬ ده ووئېل شهباز شريف د ګرانۍ شرح كمه كړې ده ۔