
ملتان 21اپرېل (اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د رحيم يار خان په بهونګ سيمه كښې د پخواني ايم پي اے رئيس محبوب احمد زوې رئيس محمد حمزه محبوب په وليمه كښې په خاص توګه ګډون كړے۔په دې موقع سيد مجتبی ګيلاني٬رانا اعجاز نون پشمول مهم سياسي٬سماجي شخصيات او په لويه شمېره خلك موجود وو۔سيد يوسف رضا ګېلاني ناوك ته مباركي وركړه او د هغوي لپاره د ژوند نوې سفر په پېل يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔د دې نه پس د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د روهيلا نوالي سياسي شخصيات چيئرمېن سردار كامران رسول خان بهټه٬سردار غالب رسول خان بهټه په وليمه كښې هم خاص ګډون وكړو ۔په دې موقع سيد احمد مجتبی ګيلاني٬سياسي او د بهټه ورورولۍ مهم شخصيات هم موجود وو۔