وفاقي وزير محسن نقوي وزيرستان كښې په پوليس ډلې د خوارجي ترهګرو بريد وغندلو

اسلام آباد۔21اپرېل (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په سوئيلي وزيرستان كښې د پوليو ډلې په امنيت مامور پوليس ډلې د خوارجي ترهګرو د بريد غندنه كړې ده۔ محسن نقوی د خوارجی ترهګرو بريد په ناكامه كولو پوليس ډلې ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د خوارجي ترهګرو په وژلو پوليس ډلې له شاباسې وركوو۔ په خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل پولیس ډلې په مړانه د خوارجي ترهګرو بريد وتمبولو۔ پوليس ډلې د پوليو مخنيوي ډلې حفاظت كولو سره قامي فرض په ښه ډول ترسره كړو۔ ده ووئيل د پوليس ډلې مېړنو فرزاندانو ته د سلام كوو