ډاکټر خالد مقبول صدیقی سره د ډاکټر نکهت شکیل خان په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات

اسلام آباد۔21 اپرېل(اے پی پی) د زده كړو او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صدیقی سره د کنوینئر پارلیمانی کاکس آن چائلډ رائټس او د قامي اسمبلۍ غړې ډاكټر نګهت شكيل خان په مشرۍ كښې يو پلاوي د ګل په ورځ ملاقات وكړو۔ ډاکټر خالد مقبول صدیقی ووئيل پارلیمانی کاکس آن چائلډ رائټس د پاكستان ځوانانو ته معياري تعليم وركولو كښې مثبت كردار ترسره كړے ۔ ده په خاص توګه په دې خبره زور راوړو چې كاكس په پاكستان كښې سكول څخه د بهر كوچنيانو مسئلو حل كولو لپاره زياته خواري كوي۔ ده ووئيل د وفاقي تعليم او پېشه ورې تربيې وزارت په ګرد پاكستان كښې سکولونو څخه د بهر كوچنيانو مهمې مسئلې ته پام ګرځولو له د تعليم اېمرجنسي په لګولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ د قامي اسمبلۍ غړې ډاكټر نګھت شكيل خان ووئيل كاكس په يو رپورټ جوړولو كار كوي دغسې چې په ګرد هېواد كښې سكول څخه د بهر كوچنيانو مسئلې حل كولو له د عمل وړ حل وړاندې كړي۔ وفاقی وزیر ووئيل د زده كړو وزارت به د ياد شوي رپورټ په جوړولو كښې كاكس سره په ګډه كار كوي دغسې چې سكول څخه د بهر كوچنيانو ډېټا يو بل سره شريكول ممكن شي۔ ده ووئيل مونږ به په پاكستان كښې له كومې وروستو پاتې سيمې د ترۍ نه ورسوتو نه شوو۔ ده په كراچۍ كښې د كچه آبادو په حالات خصوصي رڼا اچولو سره ووئيل ټولو كلي والو سيمو ته به خاص پاملرنه كول وي