
اسلام آباد۔21اپریل (اے پي پي) د پاکستان او چین ترمينځه د اړيكو په بابله د ګل په ورځ د خارجه وزارت اور چین سفارتخانۍ ” شريك سباون له د چين پاکستان په همكارۍ د ټولنې جوړونې” په موضوع يو سمپوزیم وشو ۔ دستوره كښې خارجه سېكرټري آمنه بلوچ، پاکستان كښې د چین سفیر، د پاک چائنه انسټیټیوټ مشر پخواني سینیټر مشاهد حسین سید، چین كښې د پاکستان پخوانۍ سفيرې نغمانه هاشمي ، سینئر سیاسي لارښودو افراسیاب خټک او عبداللہ حمید ګل نه علاوہ د انسټیټیوټ آف سټریټجک سټډیز چیئرمین خالد محمود، ډائریکټر ډاکټر طلعت شبیر، حسن داود بټ، د تعلیم پوهانو ، حاضر سروس او پخوانو سفارتکارو، د پاکستان چین اړيكو پوهانو او خبريالانو ګدون وكړو ۔ په دې موقع مقررینو د پاکستان او چین په تاریخي دوستانه او د سفارتي اړيكو ذکر وكړو كومو ته چې په تېره يوه لسيزه كښې د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ(سي پیک) نوے اړخ وركړے ۔ دوي ووئېل دواړه هېوادونه پاکستان كښې اقتصادي زونز فعاله كولو كښې په زړه پورې كردار ادا كوي۔ دوي ووئېل په ګوادر كښې نوې نړيوال هوائي مېدان څخه به د چین ښارونو ته پروازونه پېل كولې شي چې ورسره به د برآمدات ترسیل ممکن شي او د پاکستان اولس په خاص توګه د بلوچستان خلقو ته به ګټه اورسي۔