
اسلام آباد 21اپرېل (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ډان نيوز ريډينټ ايډيټر عامر وسيم د نيا په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې۔د قامي اسمبلۍ سيكرټرېټ له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ګل په ورځ د غمرازۍ په پيغام كښې عامر وسيم او د هغه كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه كولو سره ووئېل د عامر وسيم د نيا د مرګ خبر په اورېدو ډېر خفه شوم ۔ده ووئېل په دې سخت وخت كښې د عامر وسيم او د هغه كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل لويې څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔