
اسلام آباد۔21 اپرېل(اے پی پی) پاكستان سپرليګ 10 كښې سبا د نهې په ورځ يوازينے مېچ د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز ترمينځه كيږي۔ ميچ به د شپې 8 بجې پېل كيږي او د فلډ لائټس په رڼا كښې به كولې شي۔ د لاهور قلندرز مشري به نوموړے فاسټ باؤلر شاهين شاه آفريدې كوي او په نورو لوبغاړو كښې فخر زمان، حارث رؤف،ثام بلنګز،ټام کیوران، کوسل پرېرا، ډیرل مچل ،آصف علی او سکندر رضا شامل دے۔ لاهور قلندرز لوبډله 4 پوائنټس سره په پوائنټس ټېبل په دويم لمبر دے۔ ملتان سلطانز لوبډله به د وكټ كيپر او نوموړي بېټر رضوان په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي ٬ په نورو لوبغاړو كښې مائیکل بریسویل، ډېوډ ویلے، شائی هوپ، کرس جارډن، اېم حسنین، اسامه میر،عثمان خان، افتخار او کامران غلام شامل دے۔ ملتان سلطانز لوبډلې درې مېچونو كښې تر دې دمه يو كښې هم بريا نه ده ترلاسه كړې۔ د ټورنامنټ فائنل به په 18 مئی قذافی سټېډیم، لاهور كښې كولې شي۔