
اسلام آباد۔21اپرېل (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شاعر مشرق علامه اقبالؒ ځانګړې خدمتونو ته په زبردستو ټكو كښې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې ستر مفکر علامه اقبالؒ د خودۍ ٬ اتحاد او ورورولۍ یو نړیوال پيغام ورکړے دے، د هغه فلسفه نن هم د لارې مشال دے٬ هغه كه د مسلمانانو لپاره د جلا ریاست خوب لیدلے نه ؤ نو نن به مو په آزاد وطن کښې ژوند نه كولو۔ د علامه اقبالؒ په 87 م تلين په خپل پيغام کښې د کورنيو چارو وفاقي وزير وويل چې د پاکستان مفکر احسان به قوم هېڅکله هېر نه كړے شي٬ د اقبالؒ د فلسفې له مخې مونږ باید د هر چېلنج په ګډه مقابله وکړؤ، د هغه په فلسفه عمل كولو ته چې نن څومره اړتيا ده دومره شايد دې څخه وړاندې نه وه۔ محسن نقوي وویل چې وخت راغلے چې مونږ متحد شوو او د هېواد پرمختګ لپاره عزم سره كار وكړؤ۔ ده وويل مونږ له به نن د يو قام په حېث د علامه اقبال فكر د لارې مشال جوړولو عزم پخلے كول وي۔