
اسلام آباد۔21اپرېل (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري وئیلي دي چې نن مونږ د علامه اقبال سیاسي او فکري خدمتونه په درناوي یادوو، د علامه اقبال فکرونه، فلسفه او شاعري زمونږ لپاره د لارې مشال دي٬ د ټولنیزو، اقتصادي او فکري ننګونو په نظر کښې نیولو سره مونږ باید د اقبال تعليمات بايد د لارې مشال جوړ کړو، مونږ ته پکار دي چې په خپلو انفرادي او ملي ژوندونو کښې د اقبال پیغام عملي كړؤ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري د علامه اقبال د وفات په ورځ په خپل پیغام کښې ویلي چې نن مونږ د مشرق شاعر او د پاکستان مفکر علامه محمد اقبال د وفات ورځ په درناوي لمانځو، مونږ د علامه اقبال د سیاسي او فکري خدمتونو ستائنه كوو۔ صدر مملكت ووئيل د علامه اقبال فکر، فلسفه او شاعري زمونږ لپاره د لارې مشال دے٬ مونږ له به په خپل انفرادي او ملي ژوند كښې د اقبال پېغام عملي كول وي۔ ده ووئيل علامه اقبال یوازې شاعر نه و، بلکې یو مفکر او اصلاح کوونکی هم و، علامه اقبال د امت اسلامیه د زوال درد محسوس كړو او د امت د بیدارولو لپاره یې خپل فکر او شعرونه وسیله وګرځول۔ صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل د اقبال په نزد د اسلامي نړۍ نجات يوازې سياسي آزادۍ نه بلكې فكري او روحاني بېدارۍ كښې مضمر دے۔ صدر مملكت ووئيل علامه اقبال د كال 1930 په خطبه اله آباد كښې د نيمې اوچې مسلمانانو لپاره د يو جلا رياست تصور وړاندے كړو۔ صدر مملكت ووئيل د ټولنیزو، اقتصادي او فکري ننګونو په نظر کښې نیولو سره مونږ باید د اقبال تعليمات بايد د لارې مشال جوړ کړو۔ صدر ملكت ووئيل راځۍ چې عهد وكړؤ چې د علامه اقبال په تعليماتو او فكر به عمل كوو٬ دا لوظ وكړؤ چې پاكستان به يو داسې هېواد جوړوو چرته چې ټول وګړي د آزادۍ ٬ سماجي او معاشي انصاف او پرمختګ يو ډول موقعې لري۔