
لاهور ۔20 اپرېل(اے پی پی) د پاکستان انټرنیشنل ایئر لائن (پی ائی اے) لاهور څخه باكو لپاره اولنے پروازو د اتوار په ورځ روان شو ٬ د دفاع او هوابازۍ وفاقي وزير خواجه اېم آصف تاريخي پرواز رخصت كړو۔ د پی آئی اے وياند عبداللہ حفیظ خان لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پي آئي اے اولنے پی کے- 159 لاهور څخه 152 مسافر سره په 50۔11 باكو لپاره روان شو۔ د پرواز له روانېدو څخه وړاندې په لاهور ايئرپورټ ساده مګر پروقاره دستوره وشوه۔ د دفاع وزير په دې مهال خاص مېلما ؤ۔ په پاكستان كښې د آذربائیجان سفیر خضر فرهادوف او د هوابازۍ وزارت اعلی چارواكو هم په دستوره كښې ګډون وكړو۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښی د دفاع او هوابازۍ وفاقي وزير خواجه اېم آصف ووئيل څه موده وړاندې د ځينو خلقو خيال ؤ چې پي آئي اے به پېښو ستونزو څخه كله هم بهر نه شي خو د وزيراعظم په مشرۍ كښې ټولشموله اصلاحاتي پروګرام څخه وروستو نن پي آئي اے په خپلو پښو ولاړه ده۔ وفاقي وزير ووئيل پي آئي اے خپل نېټ ورك پراخا كوي او باكو د دې لړۍ يوه كړۍ ده۔ ده ووئيل دې پرواز سره به د پاكستان او آذربائیجان ترمينځه اړيكې زياتې مستحكمې شي۔