
پېښور ۔ 20 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور په ګرد هېواد او په خاص توګه په خېبر پښتونخوا كښې ژوند كوؤنكې مسيحي ورورولۍ له د ايسټر مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د ايسټر اختر د امن ٬ مينې ٬ ورورولۍ او زغم پېغام دے۔ د ایسټر په موقعه وزیراعلی هاؤس پېښور څخه جاري شوي د مباركۍ پېغام كښې وزیراعلی ووئيل په پاكستان كښې ټول اقليتونو يو ډول حقونه لري ، زمونږ مذهب اسلام ټولو اقليتونو ته د يو ډول حقونو وركولو درس وركوي٬ زمونږ آئين اقليتونو ته د خپلو مذهبي عبادتونو ٬ رسمونو او اخترونو آزادۍ سره د لمانځلو ضمانت وركوي۔ ده ووئيل د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې د مسيحي ورورولۍ په شمول د ټول اقليتونو مهم كردار پاتے شوے دے۔ وزیراعلی ووئيل په صوبه كښې مثالي بېن المذاهب همغږي موندلې شي٬ صوبائي حكومت د ايسټر په موقع د مسيحي ورورولۍ په خوشحالو كښې شريك دے٬ صوبائی حکومت په صوبه كښې د ژوند كوؤنكو اقليتونو خېر ښیګړې ٬ د هغوي د ځان او مال ساتنې او د هغوي د حقونو تحفظ له كوټلي ګامونه پورته كوي۔ وزیراعلی ووئيل تلپاتي امن لپاره بېن المذاهب همغږي په ځاې ساتل ضروري دي۔ ده ووئيل د اقليتونو د حقونو تحفظ او ددوئي خېر ښېګړې ته زمونږ حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي۔