د سردار عبد الرحمان کھیتران د ایسټر په موقع مسيحي ورورولۍ له مباركي

کوئټه۔ 20 اپرېل(اے پی پی) د پبلك هېلتھ انجينئرنګ صوبائي وزير سردار عبد الرحمن كھېتران د ايسټر خوشحالۍ په موقعه مسيحي ورونړو ته د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې صوبائي وزير ووئيل ایسټر يوازے يو اختر نه بلكې د هيلې لرلو ٬ د نوي ژوند پېل كولو او د بشري يووالي نړيوال غږ دے۔ صوبائی وزیر ووئيل د بلوچستان حكومت اقليتونه د قامي پرمختګ مهمه ستن ګڼي او د مسيحي ورورولۍ خذماتو ته د قدر په سترګه ګوري۔ زده كړو ٬ روغتيا او سماجي څانګو كښې د مسيحي ورونړو حذمات د ستائنې وړ دي۔ صوبائی وزیر په دې موقع بېن المذاهب همغږۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل دا ډول موقعې مونږ ته په يو بل د پوهېدو ٬ يو بل ته د نزدې كېدو او د يو سولييز بلوچستان جوړولو موقع راكوي۔