پاك پوځ ټيم سپرټ پيشه ور پوځي مهارتونه او د ګډون كوؤنكو د حكمت عملۍ مهارت په مناسب ډول يو ځايې كوي: د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير

پېنډۍ ۔19اپرېل(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منېر وئيلي دي چې پاکستان آرمی ټیم اسپرټ يو داسے فعاله فورم دے چې پېشه ور پوځي مهارتونه او د برخه اخستونكو ټولو پوځي ځوانانو د حكمت عملۍ مهارت په مناسبه توګه يو ځاې كوي كوم چې د جنګي كردار د ارتقا په مهال زيات ضروري ټيم اسپرټ ته وده وركوي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د خالي په ورځ په جاري كړې شوي پرېس ريليز كښې وئيلې شوي دي چې د 8 مې نړيوالې پي اے ټي اېس مقابلې اختتامي دستورې ته خطاب كښې د پاك پوځ سرلښكر د مشق په بېلو پړاؤنو كښې د پېشه ور مهارت ٬ جسماني او ذهني برداشت او د اعلی اخلاقي كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو ډلو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل په دې ډول مشقونو كښی يو بل څخه د زده كړې موقعې ترلاسه كيږي۔ دا مقابله 14 څخه تر 18 اپرېل 2025 په کھاریاں ګېرېژن كښې وشوه۔ د پاك پوځ سرلښكر په اختتامی دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ د دې مشق مقصد په فورم كښې د برخه اخستونكو لخوا د عصري خيالاتو او تجرباتو دلارې جنګي مهارتونه زياتول وو۔ په مشق كښې د پاك پوځ 7 ډلو سره د پاك بحريه يوې ډلې د او د ملګرو هېوادونو 15 ډلو برخه واخسته په كومو كښې چی بحرېن، بېلاروس، چین، سعودی عرب، مالدیپ، مراکش، نیپال، قطر، سری لنکا، ترکی، امریکا او ازبكستان شامل دي۔ دې سره سره د بنګله دېش ٬ مصر ٬ المان ٬ كينيا ٬ ميانمار او تھائي لېنډ استازو هم د مبصر په توګه د مشق مشاهده وكړه۔ د دستورې په پايه كښې د پاك پوځ سرلښكر په مشق كښې برخه اخستونكو كله ايوارډز وركړل۔ په دستوره كښې د برخې اغستونكو هېوادونو نړيوالو مبصرینو او دفاعي اتاشيانو هم ګډون وكړو او د دستورې په پېشه وره توګه تابيا كولو يۍ ستائنه وكړه۔